Skip to content

Latest commit

 

History

History
142 lines (98 loc) · 12.1 KB

README.ps.md

File metadata and controls

142 lines (98 loc) · 12.1 KB

#

لومړی ګډون


د دې پروژې موخه دا ده ترڅو نویو پېل کوونکو ته په خلاصو سرچینو پروژو (Open Source Projects) کې د ګډون لاره وښئ که چېرې تاسو غواړی خپل لومړی ګډون پیل کړئ لاندې قدمونه پر مخ یوسئ.

که د کمانډ لاین سره راحت نه یاست کولای شی تصویر بڼه دلته پرمخ یوسئ

که چېرې مو git نه وي انسټال کړی له دغه ځایه یې درښکته او انسټال یې کړئ

fork this repository

###

دا ذخیره (repository) فورک کړئ:


د دې پاڼې په سر کې د فورک تڼئ پر کلیک سره تاسو کولای شئ دا repository فورک کړئ، فورک به د دې repository یوه کاپي ستاسو د کیټ هب په اکونټ کې جوړه کړي.

###

دا ذخیره (repository) کلون کړئ:


clone this repository

اوس فورک کړل شوې ریپوزیټوري کلون یعنې ښکته کړئ د دې کار د ترسره کولو لپاره خپل اکونټ ته لاړ شی د کوډ پر تڼۍ کلیک وکړئ او د ریپوزیټوري لینک کاپي کړئ.

ترمینل یا CMD خلاص کړئ او لاندې د کیټ کمنډ رن کړئ

```git git clone "د ریپوزیټوري کاپي کړل شوی لینک" ```

د بیلکې په توګه

git clone https://github.com/MasihKarimi/first-contributions.git

په پورته لینک کې د MasihKarimi پرځای باید ستاسو د کیټ هب د اکونټ نوم وي

د پورته قدمونو په اخیستلو سره تاسو د “first-contributions” ذخیره یا ریپوزیټوري خپل کمپیوټر ته ښکته کوۍ.

###

نوې څانګه یا برانچ جوړ کړئ:


‌اوس د first-contributions پروژه په خپل کوډ ایډیټر کې پرانيزی او په ترمینل کې د لاندې کیټ کمنډ په رن کولو سره نوی برانچ یا څانګه جوړه کړئ.

git switch -c د څانګې نوم

د بیلکې په توګه

```git git switch -c add-Masih-Karimi ```

add-Masih-Karimi زما د څانګې نوم دی تاسو کولائ شئ خپل نوم غوره کړئ

###

اړین بدلونونه راوړئ او دا بدلونونه ترسره یا commit کړئ:


اوس د contributors.md فایل راخلاص کړئ او خپل نوم مو وراضافه کړئ نوم مو د فایل په شروغ یا اخر کې مه اضافه کوئ په منځ کې یې اضافه کړئ او فایل ذخیره کړئ

git status

اوس که چېرې ټرمینل ته ولاړ شئ او د git status کمنډ رن کړئ تاسو کولائ شئ وګورئ چې په کوم فایل کې مو بدلونونه راوستي دي

په دې برخه کې د git add کمنډ په مرسته خپل بدلونونه خپل نوي جوړې کړل شوې څانګې ته اضافه کړئ:

git add contributors.md

اوس اضافه کړل شوي بدلونونه د لاندې کمنډ په مرسته ترسره یا commit کړئ:

git commit -m “Add Masih Karimi to Contributors List”

د Masih Karimi پر ځای مو خپل نوم ولیکئ

###

بدلونونه کیټ هب ته پورته یا push کړئ:


په دې برخه کې د git push کمنډ په مرسته خپل بدلونونه کیټ هب ته پورته کړئ

د بېلګې په توګه

git push origin -u add-Masih-Karimi

هېر نه کړئ چې د add-Masih-Karimi پر ځای د خپلې څانګې نوم ورکړئ

که چېرې په دې لړ کې د کومې ستونزې سره مخ شوئ دا ځاې کېکاږئ

###

خپل بدلونونه د بیاکتنې لپاره وسپارئ


اوس که چېرې دې ریپوزیټوري ته په خپل کیټ هب اکونټ کې ورشئ تاسو به یو یوه تنۍ د Compare & pull request متن سره ووینۍ. دا تنۍ کیکاږئ

create a pull request

اوس د pull غوښتنه وسپارئ

submit pull request

له دې ورسته به زه ستاسو راوستي بدلونه د اصلي یا main څانګې سره یوځای کړم او ستاسو نوم به د ګډون کوونکو لیست ته اضافه کړل شي.

###

له دې ځایه وروسته چېرته ولاړ شئ:


بریا!! !! تاسو په بریالیتوب سره د فورک، کلون ، ایډټ او پول غوښتنې چارې ترسره کړې ، د دې چارو سره به مو د یو ګډون کوونکي په توګه همیش سر او کار وي.

خپل لومړئ ګډون مو ولمانځئ او له خپلو ملګرو سره یې شریک کړئ

که چېرې کومه ستونزه او پوښتنه لرئ کولائ شئ زموږ د سلک slack ټیم سره یوځائ شئ

اوس راځئ په نورو پروژو کې ګډون وکړئ موږ د هغو پروژو لیست جمتو کړئ دئ چې تاسو کولائ شئ په آسانی ګډون پکې وکړئ د پروژو لیست دلته وګورئ

###

###

د نورو وسیلو په کارولو سره درسونه


GitHub Desktop Visual Studio 2017 GitKraken VS Code Sourcetree App IntelliJ IDEA
GitHub Desktop Visual Studio 2017 GitKraken Visual Studio Code Atlassian Sourcetree IntelliJ IDEA